الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د پروژو د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار کوي

17 ثور 1402

9759.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مالي او ادارې چارو مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د خیرخانې کوتل، وزیر محمد اکبر خان څخه تر قلعه موسی او د کوټه سنګي له لوري څخه تر کمپنۍ چوک پورې د سړک جوړونې له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په لوړ کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ.ویې ویل چې، د ملي بودجې له بې ځایه لګښت څخه دې ډده وشي او د پروژو د پلي کولو پرمهال بايد ښاریانو ته ستونزې رامنځته نه شي. د وزیر محمد اکبر خان سړک تر قلعه موسی او بي بي مهرو پوري(۱۰۸۴) مترو په اوږدوالی او (۲۰) متره سور سره، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې پراختیا(کیڼ اړخ ته) د (۳۷۱۰) مترو په اوږدوالي او ( ۲۷) مترو پراخوالي سره او دکمپنۍ دوه فرعي سړکونه چې په ټولیزه توګه(۱۱۲۸۴) متر اوږدوالي او(۸.۷۰) متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د سړک جوړولو له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي