د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې د دوو کرنیزو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

17 ثور 1402

9761.jpg (1820 × 1024)

د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران او الیاس خیلو په سیمو کې د کرنیزو دوو کانالونو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د نړیوال خوراکي سازمان(WFP) د دفتر په مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري په حضورکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.  په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رييس له ياد دفتر څخه مننه وکړه ویې ویل:  په شلمه ناحيه کې هغه سيمې چې، له ښاري آسانتياوو بې برخې دي، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له کاري لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. د چهل دختران په سیمه کې د (۴۱۰) مترو په اوږدوالي او د (۱.۲) مترو سور او د الیاس خیلو په سیمه کې د (۱۰۰) مترو په اوږدوالي د(۳) متروسور سره د دوه کانالونو د جوړولو چارې د (۹) میاشتو په موده کې بشپړې شوې، او په دغو پروژوکې (۱۶۰) تنو ته کاري زمینه برابره شوې وه. ښاغلي ناصري زیاته کړه، یاد شوي کانالونه (۳۷۰۰) جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې (۱۷۵۰) کورنۍ ترې ګټه پورته کوي. همدا راز د دې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې د کابل ښاروالۍ تر کار لاندې د دوو سړکونو د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې او د ښاريانو د ستونزو د هواري په موخه به، د دوو نورو پروژو کار پيل شي. د یادولو وړ ده چې، دا پروژې د اقتصادي ودې او ښاري ترانسپورت ته د ښاریانو  د لاسرسي لپاره خورا مهمې او ګټورې دي.