د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر باغ بالا پورې د قرغې بند د کانال پاکولو په نیت، تنظیفي حشر ترسره شو

17 ثور 1402

9763.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا او د پنځمې ناحیې د مسؤلانو او د یادې ناحیې یو شمیر اوسیدونکو په ګډون ، تر باغ بالا پورې د قرغې بند د کانال پاکولو په نیت تنظیفي حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني وویل: یاد کانال چې (۱۱ ) کیلو متره اوږدوالی لري او په وسیله یې د باغ بالا ونې او زرغونې سیمې خړوبیږي، د کثافاتو  له شتون څخه به پاک شي. نوموړي له هغه ښاریانو چې، د یاد کانال یو شمېر برخې یې غصب کړې دي، غوښتنه وکړه څو هرڅه ژر خپل ناقانونه تاسیسات پاک کړي، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د تنظیف رئیس څرګنده کړه چې، د کانالونو او لښتیو د بندېدو لامل وروستي اورښتونه دي چې، له امله یې اضافي توکي د اوبو په وسیله کانالونو او لښتیو ته دننه شوي او له بل لوري د یو شمېر ښاریانو بې پروايي هم د کانالونو او لښتیو د بندېدو لامل ګڼل کیږي. تر بادام باغ پورې د قرغې کانال د پاکولو په دې کار کې، د کابل ښاروالۍ( ۴۰۰ ) تنه تنظیفي کارکوونکي له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي،  ترڅو ډېر ژر په یاد کانال کې د اوبو جریان عادي حالت ته وګرځي. په همدې توګه د تنظیف رئیس د پنځمې ناحیې له هغه شمیر اوسیدونکو، چې د یاد کانال په پاکولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي، مننه وکړه