د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په مرکزي برخو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

17 ثور 1402

9765.jpg (1200 × 675)

د ښاریانو په تګ راتګ کې د آسانتیا رامنځته کولو په موخه، یو ځل بیا د لومړۍ او دویمې ناحیو د مسئولانو له لوري، پل خشتي، سپاهي ګمنام چوک، میوند واټ او نورې سیمې له ښاري بې نظمیو او خپلسریو پاکې شوې. د دغو عملیاتو په لړ کې ګرځنده پلورونکي او ګرځنده کراچۍ چې، د ښاري بې نظمۍ او د لارې دبندېدو لامل ګرځېدلي وو، راټول او ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. ورته مهال هغه اصنافو او هټیوالو ته چې، خپل توکي یې په پلو لارو کې ایښي وو، سپارښتنه وشوه ترڅو په راتلونکې کې له داسې سرغړونو ډډه وکړي. د ښار په کچه د قانون پلي کولو او ښاري نظم رامنځته کولو په موخه، کابل ښاروالۍ د ښاري نظم پروګرامونه یو پربل پسې پلي کوي