الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې له پلو لارو او سړکونو څخه خنډونه لرې شول

19 ثور 1402

9769.jpg (1820 × 1024)

بشپړ ښاري نظم ته د رسېدو په موخه، د اتمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند د رحمن مېنې او کارته نو  بازارونه له ښاري بې نظمیو پاک کړل. د مسئولانو له لوري په دې کار کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو او د پلولارو او سړکونو د غصب پېښو ته هم رسېدنه وشوه. په همدې توګه فعالیت کوونکو او اصنافو ته سپارښتنه وشوه چې، په بېلابېلو پلمو د ښاري بې نظمیو او د لارې بندېدو لامل ونه ګرځي؛ ځکه سړکونه او پلې لارې عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري. د منظم ښاري ژوند لرلو لپاره  یو لړ ښاري اصولو او قوانینو ته پاملرنه،  جدي اړتیا ده، چې ټول ښاریان باید په دې کار کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسي