الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې به ډېر ژر بشپړې شي

19 ثور 1402

9771.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د افغان یونایتد بانک په مالي ملاتړ پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کلتوري چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د دغې پروژې دښکلا چارې (۸۰) سلنه مخته تللې دي او په معیاري توګه به یې کارونه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په یاده څلورلارې کې د (۱۱ ) مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول چې، په پاسنۍ برخه کې یې د(۲) مترو په قطر سره د څراغ په بڼه د ځمکې کُره، شاوخوا یې د اوبو فوارې، زرغونې سیمې، د زینتي تیږو نصب او د کټارو د رنګولو چارې په پام کې نیول شوي دي. ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لید کې غوره بدلون راولي او خلک یوې روښانه راتلونکې ته خوشبين کړي