د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د تفریحي پارک د بیارغونې چارې روانې دي

19 ثور 1402

9775.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار دیوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې  د تفریحي پارک د بیارغولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا پیل شوې وې اوس هم دوام لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې اړه وويل، چې په تېرو وختونو کې د دغه پارک ځينې تاسيسات ويجاړ شوي وو چې اوس بیا رغول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد پارک د بیا رغولو په دې پروژه کې، د کټارو نصبول، له تيږو څخه د پلو لارو جوړول، د خړوبولو په پار د اوبو د تصفیه خونې جوړول، د اداري دفتر، د ګرین حوض( شنه خونه)، د ټپیک کانتینونو، د ورزشي ډګرونو،  د اوبو تزئیني فوارو، د خړوبولو دمنظم سیستم جوړول، د ګلدانونو روښانه کول، د اوږدو څوکیو او تفریحي وسایلو نصبول، د ډول ډول نیالګیو کینول، د چمن او ګلانو کرل شامل دي چې، د پلان له مخې یې (۸۰) سلنه چارې پر مخ تللې او ډیر ژر به بشپړ او د کابل ښار په کچه به د یوه مناسب او معیاري پارک په بڼه د ښاریانو د ګټې اخیستنې لپاره جمتو شي. په دغه پارک چې، ( ۹۸۰۶۴ ) مترمربع مساحت سره د کابل  ښار په شمال کې موقعیت لري (۹۰۰۰) بې مېوه ونې، (۶۰۰) مېوه لرونکي ونې، (۳۵۰۰) بوټي زینتي ګلان او (۳۰۰۰) متر مربع دیوال بید ګلان موجود دي. همدا راز په یاد پارک کې (۹۰۰۰) متر مربع چمن کرل شوی چې د پراختیا په حال کې دی