د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

19 ثور 1402

9779.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې او د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د دوه ویشتمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ګڼ شمېر ښاریانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ مرستیال د یادې ناحیې ګذر وکیلان خپلو مسئولیتونو په سمه توګه ترسره کولو او د اصیل افغاني او اسلامي کلتور دودولو ته وهڅول او ویې ویل چې، ګذر وکیلان باید د غصب شویو ځمکو د پېژندلو او بېرته راګرځولو، د زرغونو سیمو د ساتنې او د عوایدو راټولولو په برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد بیا د دا ډول غونډو موخه ګډو او فردي مسئولیتونو ته د ښاریانو هڅول وبلل او ویې ویل چې، د ښار هر وګړی باید د ښار پر وړاندې مسئولانه چلند وکړي. په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تنظیم چارو رئیس انجنیر نعمان نثار ،د دوه ویشتمې ناحیې عالمانو ، ګذر وکیلانو او د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورای رئیس خبرې وکړې او د داسې غونډو ترسره کول یې د عامه پوهاوي او خلکو ته د ښاروالۍ د پیغام رسولو په برخه کې مهم وبلل