
د وزیر محمد اکبر خان سړک له پیل څخه تر قلعه موسی - بي بي مهرو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، چې(۱۰۸۴) متره اوږدوالی او(۲۰) متره سور لري، د تېر کال په نیمایي کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وې، (۶۵) سلنه مخ ته تللې دي. اوس مهال د دغه سړک په اوږدو کې د خاورینې برخې، د سړک غاړو ویالو او استنادي دېوالونو د جوړولو کار روان دی او ټاکل شوې ده چې، په راتلونکو ورځو کې به یې د چمتو شویو برخو دقیر کولو چارې پېل شي. د يادونې وړ ده، چې، د دغه سړک په اوږدوکې د استملاک شویو کورونو د ویجاړولو او د خنډونو د پاکولو کار د تېر کال په ژمي کې ترسره شوى وو، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي


