د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له قرغې بند څخه تر باغ بالا پورې کانال په بشپړه توګه پاک شو

21 ثور 1402

9783.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکونکو، د پنځمې ناحیې د مسوولانو  په ګډو هڅو او د یو شمېر ښاریانو په مرسته، له قرغې بند څخه تر باغ بالا پورې د (۹ ) کیلو مترو په اوږد والي کانال د درې ورځو په ترڅ کې په بشپړه توګه پاک شو. د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني وايي، دغه کانال د وروستیو بارانونو د اورښت له امله د کثافاتو او نورو اضافي موادو په وسیله بند شوی وو. عثماني زیاته کړه چې، ددغه درې ورځني حشر په پایله کې چې، د تنظیف ریاست (۱۳۲۰) تنو کارکوونکو او د سیمې یوشمیر اوسیدونکو پکې برخه اخیستې وه، یاد کانال له کثافاتو او له نورو اصافي موادو څخه په بشپړه توګه پاک شو او (۱۰۸۰) ټنه کثافات د تنظیف ریاست د وسایطو په وسیله له ښار څخه د باندې ټاکلي ځای ته ولیږدول شول.  دغه کانال ځکه د ډیر اهمیت وړ دی ، چې د باغ بالا تفریحي سیمه د بادام باغ کرنیز څیړنیز فارم، د پولیسو اکاډمي او د سرې میاشتې کرنیزه سیمه له همدې کانال څخه خړوبیږي.  د تنظیف رئیس داهم وویل چې،کانالونو او ويالو ته د باران د اوبو په وسیله د کثافاتو له لېږدولو سربېره، د یو شمیر ښاریانو د بې پروایۍ له امله د ښار په کچه ډیری کانالونه او ویالې بندې شوې، چې دې کار د تنظیف ریاست کارکوونکو ته ګڼې ستونزې را برسېره کړې دي. مولوي عثماني د دې کانال په اوږدو کې له میشتو اوسیدونکو وغوښتل چې، د کانال په پاک ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او په کانالونو او لښتیو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي