د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې اړوند قلعه چتګر سیمه کې دیوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

21 ثور 1402

9785.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند قلعه چتګر سیمه کې د(۲۷۷) مترو په اوږدوالي او (۴.۵) مترو سور سره، د لښتیو په ګډون دیوه فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې دکابل ښاروالۍ له خوا  پیل شوې وې روانې دي.  د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم ریاست د خدماتي پروژو د څارنې آمر محمد فهیم دراني په دې اړه وویل : دغه سړک د څه دپاسه درې ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت جوړيږي ،چې چارې یې (۷۰) سلنه مخ ته تللې او ټاکل شوې چې د کابو يوې مياشتې په اوږدو کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د دغه سړک د کار په بشپړیدو سره به، د یادې سیمې د اوسیدونکو سیمه ییزې ستونزې هوارې، ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی پیدا کړي