الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په قلعه عبدالعلي سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي

21 ثور 1402

9787.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې او څوارلسمې ناحیو په سرحدي پوله د قلعه عبدالعلي په حاجي افضل خان سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا کوڅې ټولټال ۶ کیلو متره اوږدوالی او له ۳ تر ۶ مترو سور لري چې، تر دې دمه یې چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي. یاده پروژه د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د پلي کېدو په حال کې ده او ټاکل شوې ده چې تر څو راتلونکو میاشتو پورې یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د چارو له کیفیت څخه پر وخت څارنه کوي. د دې کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر چاپیریالي او ترانسپورټي ستونزې حل شي