د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

21 ثور 1402

9793.jpg (1820 × 1024)

دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مرسته ددولسمې ناحیې اړوند د افغان ښارګوټي په سیمه کې د یو فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د دولسمې ناحيې مسؤلينو د سړک د اهميت او ارزښت په اړه و ويل: دغه سړک (۴۰۰) متره اوږدوالى او (١٠ )متره سورلري، چې د( ٨٠ ) سانتي مترو په سور سره دسړک دواړو غاړو ته د ویالو جوړېدل هم پکې شامل دي. دغه سړک به د درېيو مياشتو  په موده کې له تیږو څخه جوړ شي تر څو د سيمې اوسېدونکو ته ټولنيزې او ښاري آسانتياوې برابرې شي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د دغه سړک په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د کابل ښاروالۍ د پلانونو د عملي کېدو په برخه کې یې د مرستو ژمنه وکړه