د ښاري فرهنګ د ودې او پراختیا ، د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې په اړه دتبلیغاتو د نشرولو په پار، د اعلانونو یو پایه بريښنايي سکرین، د کابل ښاروالۍ لخوا او د ( CECO ) مؤسسې په مرسته په کابل ژوبڼ کې نصب او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. ښاغلي منصور په دې اړه وویل، چې د نصب شوي سکرین له لارې به د ښاري فرهنګ د ودې او پراختیا ، د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې په اړه پیغامونه او فعالیتونه نشر ته وسپارل شي. نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې. په عامه او تفریحي ځایونو کې د ښاري او چاپیریالي قوانینو او مقرراتو درناوی وکړي
په کابل ژوبڼ کې د عامه پوهاوي په خاطر بريښنايي سکرین نصب کړای شو
21 ثور 1402