د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته آریانا د برښنا برج په سیمه کې دکوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي

21 ثور 1402

9797.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په نیت، د دویمې ناحیې اړوند د کارته آریانا د برښنا برج په سیمه کې دکوڅو د کانکریټ کولو چارې، چې څه موده مخکې دکابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر(UNOPS ) په مرسته پیل شوې وې اوس هم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو  دڅار آمر، محمد فهیم دراني په دې اړه وویل:  په دې پروژه کې د لښتیو په ګډون د (۶۲۷) مترو په اوږدوالي او له ( ۳ تر ۷ ) مترو پلنوالي سره دکوڅو دکانکریټ کولو چارې روانې دي، چې تر اوسه يې کارونه (۲۵) سلنه مخته تللې او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژې له لارې یو شمیر ښاریانو ته د کار زمینه برابره شوې او اوس په ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر له خوا، له (۳۰) څخه د زیاتو سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي  چې په راتلونکي کې به پراختیا ومومي