د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې جوړولو چارې پیل شوې

24 ثور 1402

9801.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې د زرغونې سیمې جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې د سیمې مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. په یادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال له خلکو وغوښتل، چې د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نویو پیل شویو او پیل کېدونکو پروژو په پلي کېدو کې مرسته وکړي . نوموړي د دې پروژې له پیل کېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، مخکې له دې سیمې څخه یو شمېر فرصت غوښتونکو او سرغړونکو نا سمه ګټه پورته کوله، چې له بېرته راګرځولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو. ښاغلي سجستاني د یادې سیمې اصلي مالکان خپله د سیمې اوسېدونکي وبلل او له دوی یې وغوښتل چې، د زرغونو سیمو ساتنې ته پام وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان ژمنه وکړه چې، ښاریانو ته د ښکلا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه به، د ۶۹۱۵ متر مربع په مساحت سره سیمه د ۵ میلیونه ۱۸۹ زره او ۴۶۹ افغانیو په لګښت،  د ۸ میاشتو په موده کې د انګړ،  پلو لارو، اودس ځای، لوبغالي، څوکیو، نیالګیو کینولو او چمن کرلو په ګډون، په یوه ښایسته او زرغونه سیمه بدله شي. د یادونې وړ ده چې، د یادې سیمې ته څیرمه، مخکې د سیمې د اوسېدونکو له لوري یو جومات جوړ شوی دی، چې د زرغونې سیمې په جوړېدو سره به د یاد جومات ښکلا نوره هم ډېره شي