د دويمې ناحيې اړوند د(دریم) ګذر په بني نیزار سيمه کې د کوڅو د کانکريټ چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې دفتر (UNOPS) په مرسته پيل شوې وې، روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د(۶۶۲) مترو په اوږدوالي او د ( ۳ او ۴ )مترو په سور سره ددغو کوڅو دکانکریټ کولو چاري، چې د لښتي او په ځیني برخوکې یې د زینو جوړول هم پکې شامل دي ( ۲۰) سلنه مخته تللې او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې له یوې خوا یو شمیرښاریانو ته د کار زمینه برابره شوې، او له بلې خوا به د دې پروژې په بشپړېدو سره، د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته سیمه ییزې ستونزې هم له منځه ولاړې شي
په بني نیزار سیمه کې د کوڅو د کانکریټ کولو چارې روانې دي
25 ثور 1402