الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له وزیر محمداکبرخان څخه تر قلعه موسی- بي بي مهرو د نوي نښلوونکي سړک د قیرکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

25 ثور 1402

9805.jpg (1820 × 1024)

د وزير محمد اکبر خان سړک له پيل څخه تر قلعه موسى - بي بي مهرو پورې د نوي نښلوونکي سړک د قیر کولو چارې، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې وې، اوس هم په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي. په ورته وخت کې د ياد سړک په اوږدو کې د پلو لارو ، استنادي دېوالونو او د نورو برخو د جوړولو کار دوام لري. د دغه سړک د جوړولو چارې د تېر کال په نيمايي کې د کابل ښاروالۍ دکار، ساتنې او څارنې رياست له خوا د( ١٠٨٤ )مترو په اوږدوالي او (۲۰) متره سور په لرلو سره پيل شو، چې او تر اوسه پورې له (70) سلنې څخه ډیر کاري پرمختګ لري