په شپاړلسمه ناحیه کې د۲۶ م ګذر اړوند د الوخیلو سیمې د فرعي سړک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر(UNOPS) په مرسته پیل شوې. دغه سړک چې،(۶۰۰) متره اوږدوالی او(۶) متره سور لري، د سړک غاړې ویالو په ګډون به د راتلونکې یوې میاشتې په اوږدو کې په معیاري توګه جوړ شي. د دغې پروژې په پلي کېدو سره به له یوې خوا يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره او له بلې خوا به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې پرتې موسمي ستونزې لرې شي
دشپاړلسمې ناحیې د ۲۶ م ګذر فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې
26 ثور 1402