الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شـ هدای صالحین هديرې د پاکولو په موخه حشر ترسره شو

26 ثور 1402

9811.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د لومړۍ ناحیې اړوند له کثافاتو  د شـ هدای صالحین هديرې د پاکولو په موخه حشر ترسره شو او ترڅنګ یې په یاده سیمه کې سلګونه نیالګي کېنول شول. د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، هدیرې د پند او عبرت ځایونه دي او باید له کثافاتو څخه پاکې او زرغونې وي. نوموړي زیاته کړه چې، د کلتوري چارو ریاست په پام کې لري څو، د یادې هدیرې سیمه منظمه او له بې ځایه او نا منظمو کيندنو څخه یې و ژغوري. ښاغلي جواد د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د شـ هدای صالحین هدیرې پاکوالي او زرغونتیا ته پام وکړي او د یادې هدیرې اړوند د ځمکې له غصب څخه په مخنیوي کې له کابل ښاروالۍ سره په مرسته کولو سره خپل دیني او ملي مسئولیتونو ادا کړي