الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په فروشګاه سیمه کې ښاري نظم رامنځته شوی دی

26 ثور 1402

9813.jpg (1820 × 1024)

د دویمې ناحیې او د مارکیټونو د تنظیم ریاست د مسئولانو په هڅو له پل باغ عمومي تر پل خشتي پورې د فروشګاه په سیمه کې ښاري نظم رامنځته شوی دی. په یاده سیمه کې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د ګډ کمیسیون له لوري ښاري نظم په دوامداره توګه څارل کیږي. له هټیوالو او فعالیت کوونکو غوښتنه کیږي چې، د نا منظمو فعالیتونو له امله د ښاري بې نظمۍ سبب ونه ګرځي او سړکونه او پلې لارې بندې نه کړي. له یادو سیمو څخه د تنظیف ریاست کارکوونکو کثافات راټول او له ښار څخه یې دباندې ولیږدول.د دې سیمې لاسي توکي پلورونکي د ارزول شویو پلانونو پر بنسټ بدیلو سیمو ته لیږدول کیږي او ښاري بې نظمیو او خپل سریو ته د پای ټکی اېښودل کیږي.