الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په تپه سلام سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو چارې پیل شوې

26 ثور 1402

9815.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ د دریمې ناحیې د دریم ګذر اړوند په تپه سلام سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو چارې پیل شوې. د دریمې ناحیې مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني وویل چې، د یادې سیمې په دریو برخو کې د ۱۷۲ متره په اوږدوالي د یوه لښتي او زینو، د ۱۵۵ متره په اوږدوالي د کوڅو، لښتي او زینو جوړولو او د ۷۰ متره په اوږدوالي د کوڅو او لښتیو جوړولو چارې پیل شوې دي. د ښاغلي عثماني په وینا د یادو کوڅو، زینو او لښتیو په جوړېدو سره به خلکو ته د لنډمهاله بوختیاو رامنځته کېدلو سربېره د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي. د یادونې وړ ده چې، په غرنیو او صعب العبور سیمو کې د پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې به لا اغیزمنې کړنې ترسره شي