د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په شهرنو سیمه کې د ګل فروشۍ کوڅې د بیارغونې او داغ نیونې چارې پیل شوې. یاده کوڅه یوه مهمه نښلوونکې کوڅه ده چې، د وخت په تېرېدو یې یو شمېر برخې ویجاړې او زیانمنې شوې وې، چې له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې په بنسټیزه توګه د بیارغونې او داغ نیونې په اړه اقدام وشو. د سیمې اوسېدونکو او هټیوالو په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري له ترسره شویو کړنو ستاینه وکړه او د ښاري تاسیساتو په ساتنه کې د هر راز مرستې کولو ژمنه وکړه.
د ګل فروشۍ کوڅې د داغ نیونې او بیارغونې چارې پیل شوې
27 ثور 1402