د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې د یوه فرعې سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلومات پر بنسټ دا سړک د کمپنۍ او د خوشحال خان مېنې د ج برخې سړک ترمنځ د ۶۵۱ مترو اوږدوالي او د ۶ متره سور په درلودلو سره د لښتیو په ګډون په بنسټیزه توګه جوړیږي. د یادې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې رامنځته شوې دي او له بل لوري د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو چاپیریالي او د خاورو او خټو ستونزې حل شي.
د پنځمې ناحیې په لسم ګذر کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
28 ثور 1402