د ښاري ښکلا درامنځته کیدو په پار، د کارته مامورین درې لارې څخه د کوټه سنګي ( میرویس میدان) تر هوايي پله پورې د غځیدلي سړک د منځ ګلدان کټارې رنګ شوې. د پنځمې ناحيې مرستيال رفيع الله احمدزي په دې اړه وويل، چې د سیمې د لاښکلا په موخه، دغه کټارې د دې ناحیې د کارکوونکو په وسیله او د یو شمیر متشبثینو او ملې سوداګرو په مالي مرسته رنګ شوې دي. د يادونې وړ ده، چې د ترافيکي بنسټونو جوړول او د ښاري ښکلا رامنځته کول، د کابل ښاروالۍ له مسووليتونو څخه دي، چې په دې وروستيو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې ورته پاملرنه شوې ده
د سیلو سړک دمنځ ګلدان کټارې رنګ شوې
28 ثور 1402