الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنجصدفامیلیو څلورلارې ته څیرمه د زرغونتیا چارې روانې دي

30 ثور 1402

9827.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له لوري د يوولسمې او پنځلسمې ناحيې اړوند د پنجصد فامیلیو څلورلارې ته څېرمه د زرغونتیا چارې، چې څه موده وړاندې پيل شوې وې، دوام لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل وويل، چې د دې څلورلارې شاوخوا سيمه تر پاکولو او د ناقانونه تاسيساتو  له منځه وړلو وروسته، لومړى هواره او بيا یې د زرغونتیا په موخه اقدام وشو، چې په پایله کې په یاده سيمه کې وضعيت تر پخوا ښه شوى دى. د دې څلورلارې دوه خواوې زرغونې شوي او په نورو دوه غاړو کې یې د ښکلا او زرغونتیا چارې روانې دي. د یادولو وړ ده چې، په دې پروژه کې؛ د نيالګيو په ايښودلو، د ګلانو او چمن کرلو سربېره، د څلورلارې په شاوخوا کې د پلولارو د شبکو جوړول او د کټارو نصبول هم شامل دي