د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې د اسلامي او افغاني معیارونو خلاف اعلانونه لیرې کیږي

30 ثور 1402

9829.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د اسلامي او افغاني معيارونو خلاف د اعلاناتو د پاکولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست او ددوه ویشت ګونو ناحیو د کلتوري برخې د مديرانو تر منځ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ا.ا.ا د مشرتابه د پرېکړې له مخې بايد د اسلامي او افغاني معيارونو خلاف اعلاناتو د پاکولو بهير په عملي توګه پيل شي. قاري جواد زیاته کړه چې، د اعلاناتو هر ډول لیکل شوی متن باید د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا تائید شي، که نه نو پاک او لرې به شي. په کابل ښار کې په تختو، بلبورډونو، دیوالونو او عامه ځایونو کې د اسلامي، افغاني او د هېواد د رسمي ژبو د معیارونو خلاف یو شمېر عکسونه، لیکل شوي متنونه او اعلانونه لیدل شوي چې، د شریعت او افغاني کلتور خلاف شمیرل کیږي. د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رئيس د ناحيو د پاکولو د عملياتي پلان د پلي کیدو په اړه دناحیو مسووليتونه په ګوته کړل، چې ډېر ژر به يې د پلي کیدو لړۍ پیل شي.