د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې د اداری چارو د پړاوونو د ساده کولو په موخه، یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

30 ثور 1402

9831.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په همغږۍ د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ریاست له لوري، د اداری چارو د پړاوونو د ساده کولو په موخه، دکابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني په ګډون، دکابل ښاروالۍ ددوه یشت ګونو ناحیو او دمرکزي ریاستونو اجرایه مدیرانو ته یو ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو. د ورکشاپ په پیل کې دکابل ښاروالۍ دفتر رئیس د پېچلو او اوږدو اداري پړاوونو د آسانه او ساده کولو په ګټو خبرې وکړې او ویې وویل چې، په اداراتو کې د فساد د له منځه وړلو په پار، اداري چارو کې رښتنولي, ساده والی او شفافیت ډېر مهم دی، او په دې برخه کې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له مسئولانو څخه مننه وکړه. همدار راز په دې ورکشاپ کې د چارو ادارې لوی ریاست د تحلیل آمر سید نصرت سادات د بېلابېلو اداري پړاونو، د فساد څخه دمخنیوي، په اداري چارو کې شفافیت، دکړنو دساده او آسانه کولو، مدیریتي مهارتونو پیژندلو او قوانینو په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندي کړل.  ښاغلي سادات زیاته کړه چې، شفافیت ,دپېچلو پړاوونو آسانه کول او د لګښونو کمښت د دولت او ولس ترمنځ په نږدې کولو کې مهم رول لري اوپه دې برخه کې باید لازم پوهاوی ولرو. دیادولو وړ ده، چې څو ورځي وړاندي د کابل ښاروالۍ، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د پېچلو او اوږدو اداري پړاونو د آسانه او ساده کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شوی ؤ.