الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحيې اړوند اوه ویشتم ګذر کې دکوڅو د جوړولو چارې پيل شوې

30 ثور 1402

9833.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو د برابرولو په نيت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي دفتر (UNOPS) په مرسته، د پنځمې ناحیې په اوه ویشتم  ګذر پورې اړوند د روحاني بابا په سیمه کې د کوڅو د جوړولو چارې پېل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو د څار آمر محمد فهیم دراني وویل چې،  د لښتیو په ګډون د دې ګذر په درېیو برخو کې د(۱۱۰۰) مترو په اوږدوالي او د(۴) مترو په پلنوالي سره د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده چې، د څلورو میاشتو په موده کې به په کانکریټي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ښاغلي دراني زياته کړه، چې د دې پروژې له لارې له یوې خوا يو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شوې او له بلې خوا به د دې ګذرد کوڅو په جوړېدو سره، د سيمې د اوسېدونکو په وړاندې پرتې موسمي ستونزې هوارې شي