الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کوټه سنګي ( میرویس میدان) په ګلدانونو کې سلګونه زنیتي ګلان کېنول شول

30 ثور 1402

9835.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د کوټه سنګي ( میرویس میدان) سیمې په ګلدانونو کې سلګونه زنتي ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، د ښار په کچه د مرسل او موسمي ګلانو دکېنولو چارې روانې دي، او په همدې لړ کې نن د کوته سنګي سیمې په ګلدانونو کې څه باندې (۱۰۰۰) د ګلانو بوټي کېنول شول. نوموړي د ګلانو او زرغونو سیمو په ساتنه کې د ښاریانو مرسته اړینه وبلله او له دوی یې وغوښتل چې، په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. ورته مهال د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي د یادې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، له کېنول شویو ګلانو څخه به په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي