الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

پل سوخته چوک ته د غځېدلو ګلدانونو د بیارغونې چارې پیل شوې

31 ثور 1402

9838.jpg (1200 × 675)

د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته چوک ته د غځیدلو ګلدانونو د بیارغونې چارې پیل شوې. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي محمد ایوب ثابت وویل چې، د ښاري ښکلا  او ترافیکي نظم رامنځته کولو په پار یې د پل سوخته ګلدان د بیارغونې چارې پیل کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د زرغونتیا پلان پلي کولو پر وړاندې شته خنډونه او د موټرو خپل سري تم ځایونه هم له سیمې پاک شول. د یاد ګلدان د بیارغونې په پروژه کې، د جدولونو او کټارو رنګول او نصبول، د کرنیزې خاورې بدلول، د ګلانو او زینتي بوټو کېنول او د چمن کرل شامل دي. د شپږمې ناحیې رئیس له ښاریانو وغوښتل چې، د یادې سیمې په ساتنه او خړوب کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي