د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په یحیی خېلو سیمه کې د سړک او لښتي جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

31 ثور 1402

9840.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان د يحيى خېلو په سيمه کې د سړک او لښتي جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته پيل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ دپروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ ددې پروژې په یوه برخه کې د(۴۲۴ ) مترو په اوږدوالي او (۵ ) متره سور دلښتي په ګډون د یوه سړک جوړول، او په بله برخه کې د ( ۳۱۸ ) مترو په اوږدوالي د یوه لښتي جوړول شامل دي، چې چارې یې (۹۰) سلنه مخته تللې دي. د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې له لارې، له یوې خوا  په ياده سيمه کې کاري زمينه برابره شوې، او له بلې خوا د پغمان د يحيى خېلو په سيمه کې د سړک په جوړیدو سره، د سیمې اوسیدونکو ته ښاري او سیمه ییزې آسانتياوې رامنځته شوې دي