د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري تر سابقه تایمني سړک پورې د ترافیک څلورلارې سړک داغونه په ( کرک سیلینګ) بڼه ونیول شول. هغه سړکونه چې د وخت په تېرېدو درزونه پیدا کوي او د سړک د ژر ویجاړېدو سبب ګرځي، د بیا رغونې او داغ نیونې لپاره یې له ( کرک سیلینګ) بڼې څخه کار اخیستل کیږي. دا کار له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته په معیاري او بنسټیزه توګه ترسره کیږي.
تر سابقه تایمني پورې د ترافیکي څلورلارې سړک بیا ورغول شو
1 جوزا 1402