د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودونو په هوټلونو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي څارنه وشوه

1 جوزا 1402

9844.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې د ودونو په هوټلونو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي څارنه وشوه. ددغو څارنو په پایله کې د یو شمېر هوټلونو مالکان، چې د کابل ښاروالۍ اصول او مقررات یې په پام کې نیولي وو، تشویق شول او نورو ته چې سرغړونې یې درلودې اړینې سپارښتنې وشوې. له سرغړونکو څخه ژمنه واخیستل شوه، څو هر څه ژر خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ له اصولو سره برابر کړي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي. په همدې توګه د څارنو په لړ کې په هوټلونو کې د شته خوراکي توکو نیټه او کیفیت هم وکتل شو او د هوټلونو دپخلنځي، او کارکوونکو له نظافت څخه هم څارنه وشوه.