د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په پنځم ګذرکې د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

1 جوزا 1402

9846.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو برابرولو په نیت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوې خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مرسته، د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنځم ګذر دپنجصدفاملیو د نوآباد په غرنۍ سیمه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې. په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دغه سړک (۸۰۰ ) متره اوږدوالی او (۵.۸ ) متره سور لري، چې د لښتیو، پلولارو او د زرغونې سیمې په ګډون به، د( ۱۰۰۰۰۰) سل زره امریکایي ډالرو په لګښت، د دریو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي.  نوموړي زیاته کړه چې، ښاریانو ته د ټولنیزو او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره به، د دې ناحيې د نورو خاورینو سړکونو او کوڅو دجوړولو په اړه هم اقدام وشي او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل څو ددغه سړک په ساتنه او څارنه کې ورسره مرسته وکړي.  ورته مهال د سیمې اوسیدونکو د دغه  سړک له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې، د پروژو او پلانونو په پلي کیدو کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.  دیادولو وړ ده چې، د دغې پروژو له لارې د سیمې (۴۰۰) تنو اوسیدونکو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده.