د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قانوني ودانیو د جوړولو چارې روانې دي

1 جوزا 1402

9848.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د ودانیز جواز اخیستلو په برخه کې ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته کړې دي، څو ښاریان وکولای شي په معیاري او خوندي توګه پانګه اچونه وکړي. په دې وروستیو کې هغه ښاریانو ته چې، غوښتل یې ودانۍ جوړې کړي، جوازونه وېشل شوي او ودانیز کارونه یې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو تر څارنې لاندې مخته روان دي. اوس مهال تر بل هر وخت د ښار په کچه ودانیزې سرغړونې کمې شوې، او د کابل ښاروالۍ د بنسټیزو ودانیو د کنټرول ریاست له لسګونو ودانیزو سرغړونو مخنیوی کړی دی. هغه ښاریان چې غواړي، ودانۍ جوړې کړي، په ښاري قوانینو، ټاکل شویو شرایطو او د ودانیز جواز اخیستلو په برخه کې ورته آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو جوړولو شرایط توپیر لري، چې د ټاکل شویو پړاونو له ترسره کولو وروسته ورته د ودانۍ د جوړولو اجازه ورکول کیږي. هیڅ حکمي او حقیقي شخص نشي کولای له جواز پرته ودانۍ جوړې کړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.