د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په دوه ویشتم ګذر کې دوه سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

4 جوزا 1402

9850.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ، د شلمې ناحیې د دوه ویشتم ګذر په خیرآباد سیمه کې د دوه سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ  یو شمېر رئیسانو ، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. ښاغلي سجستاني په دې اړه وویل چې، کابل ښاروالي په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته لومړیتوب ورکوي، څو ښاریان اړینو آسانتیاو ته لاس رسی ومومي.  د نوموړي په وینا په شلمه ناحیه کې به د سړک جوړولو نورې پروژې هم یو پر بل پسې پلې شي. ښاغلي سجستاني له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د سړکونو ساتنې ته پام وکړي، څو  یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د شلمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې یاد سړکونه( ۴۰۰ ) او ( ۴۱۰) متره اوږدوالی او ( ۵) متره پراخوالی لري چې، د لښتیو په ګډون په بنسټزه توګه جوړ شوي دي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې د اوسیدونکو موسمي ستونزې حل، او له بل لوري به ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي.