د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند په اوږدو کې د ککړتیا له څرنګوالي څارنې پیل شوې

4 جوزا 1402

9852.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې او چاپیریالي روغتیا ریاست له لوري له اړوند ناحیو سره په همغږۍ د کابل سیند په اوږدو کې د کثافاتو له څرنګوالي څارنې، د پنځمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له سیمې پیل شوې، چې په پایله کې یې یو شمېر سرغړونکو ته اخطار ورکړل شو، چې بیا ځل داسې سرغړونې تکرار نه کړي، کنه له جدې قانوني چلند سره به مخ شي. د چاپیریال ساتنې او چاپیریالي روغتیا ریاست د مسئولانو په وینا؛ په دې څارنه کې سیند ته د فاضلاب راګرځولو، د څارویو حلالولو، د کثافاتو اچولو، د ځمکې غصب او نورو مواردو ته چې، د کابل سیند د ککړتیا سبب ګرځېدلې دي رسېدنه کیږي. ټاکل شوې ده، له کمپنۍ څخه تر څرخي پله پورې د کابل سیند په اوږدو کې د ککړتیا له څرنګوالي څارنه وشي