الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې

4 جوزا 1402

9856.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري له لب جر څلورلارې څخه د ټایمنی د پنځم سړک تر څلورلارې پورې د وزیر آباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې. له سرای شمالي څخه تر لب جر او شهید څلورلارې پورې د وزیر آباد کانال د فرعي کانالونو د پاکولو چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې وې. ټاکل شوې ده، دا کانال د روان کال په بهیر کې له دریم پروان څخه د هوايي ډګر تر شمالي برخې پورې د لس کیلو مترو په اوږدوالي له کثافاتو او خاورو پاک شي. د دې کانال د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له لوري کانال ته د فاضلاب راګرځول او د کثافاتو اچول بلل کیږي.