الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ او اوومې ناحیې ترمنځ د سړک جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

4 جوزا 1402

9860.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ، د پل آرتل،  امام باقر جومات، ابن سینا روغتون او باغ قاضي غرنیو سیمو ترمنځ د سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې شي. دا سړک په دریو برخو کې په ټولیزه توګه ( ۵۸۰ ) متره اوږدوالی او (۴ ) متره سور لري چې، د لښتیو، کوچنیو پلونو، استنادي دیوالونو او کټارو په ګډون یې چارې په تېرو (۶ ) میاشتو کې( ۹۸ ) سلنه مخته تللې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سینما پامیر سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ورسره جوخت به د سیمې خلکو ته ګڼ شمېر ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي.