د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په مالي مدیریت کې له ( IFMS) څخه د ګټې اخیستنې په اړه ناسته ترسره شوه

4 جوزا 1402

9862.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري د مالي مدیریت، په ځانګړې توګه اصنافو او هټیوالو ته د جوازونو ورکولو په برخه کې له یوه ټولیز مدیریتي سیسټم (IFMS) څخه د ګټه اخیستنې په اړه ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عصمت الله عاصم، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د ښاري پراختیا او پلان جوړونې مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک او د مرکزي ریاستو او ناحیو یو شمېر رئیسانو او آمرانو ګډون کړی وو. د کابل ښاروالۍ مشرتابه په دې ناسته کې د سیسټم د لا بډاینې په موخه خپل علمي او مسلکي نظرونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې، د اصنافو د ثبت او راجستر، د صنفي جواز ورکولو او د لوحو د ټکس ترلاسه کولو په برخه کې دې له ( IFMS) سیسټم څخه کار واخیستل شي. د ناستې په پای کې د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ او عوایدو ریاستونو له لوري د یاد سیسټم د جوړولو موخه، د اداري پړاونو آسانه کول، په چارو کې روڼتیا رامنځته کېدل او د وخت نه ضایع کېدل یاد کړل چې، په وینا یې له یاد سیسټم څخه په ګټې اخیستنې د معلوماتو یو منظم بانک ( ډیتابس) رامنځته کیږي چې، کولای شو د ښار په کچه د اصنافو شمېر، سرغړونې او د عوایدو راټولولو د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړو. د دوی په وینا همدا راز له IFMS سیسټم څخه موږ د کارونو د ښه ترسره کېدو او غوره حکومتوالۍ په برخو کې هم ګټه پورته کولای شو.