د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کمپنۍ چوک کې د ا.ا.ا یو لوی بیرغ ولګول شو

4 جوزا 1402

9864.jpg (1820 × 1024)

د ا.ا.ا یو لوی بیرغ، چې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا چمتو شوی وو، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په چوک کې پورته شو. ښاغلي منصور، د ا.ا.ا، بیرغ ته درناوی اړین وباله وویل چې، دغه بیرغ ددې خاورې ویاړ، عزت او د سرښندنو سمبول دی، چې زموږ د مسلمانو خلکو د حماسو او زیار په پایله کې په ملي او نړیواله کچه پېژندل کیږي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد خبرې وکړې او ویې ویل، دغه بیرغ چې، (۲۵) متره لوړوالی، (۹) متره اوږدوالی او (۵) متره سور، په ټولیزه توګه (۴۵) مترمربع مساحت لري، د یوې میاشتې په موده کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا په ښه ډیزاین او لوړ کیفیت سره جوړشوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، د کلتوري چارو ریاست تابیا لري ترڅو د کابل ښار په نورو دریو زونونوکې هم ورته بیرغونه نصب کړي، او په بیرغ کې مبارکې کلیمې ته د درناوي په موخه به، د ښار له ټولو سیمو څخه کوچني بیرغونه را ټول شي