د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې دیوه سړک د جوړیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته و سپارل شو

4 جوزا 1402

9866.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند په نیله باغ سیمه کې د یوه سړک د جوړیدو چارې بشپړې اود یادې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغقور له خوا په داسې حال کې چې، د هبیتات دفتر استازو او دسیمې یو شمیر اوسیدونکو هم ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه مراسمو کې چې، په همدې موخه جوړ شوي وو، د اوومې ناحیې رئیس په خپلو خبروکې وویل چې، د یادې ناحیې د آبادۍ او ښاریانو ته د هوساینې او آسانتیا لپاره، موږ پیاوړې اراده لرو چې نورې لویې او وړې پروژې به هم پلي کړو. نوموړي زیاته کړه چې، کوچنۍ عمراني پروژې هم کولای شي له ښاري آسانتیاوو بې برخو سیمو د اوسیدونکو ځني ستونزې حل کړي، چې دنیله باغ سړک په جوړیدوسره هم د خلکو ستونزې تر ډیره بریده حل شوې دې.  مولوي عبدالغفور د سیمې له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې، ددغه سړک په ساتنه او څارنه کې مرسته وکړي. دغه سړک چې، (۵۵۵) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي د یوه لښتي په ګډون د (۶۵۰۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت، د هبیتات دفتر په مالي مرسته د (۴۵) ورځو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی