د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه فتح الله له پخواني سړک څخه د میدان تر سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک استملاکي چارې پیل شوې

4 جوزا 1402

9868.jpg (1820 × 1024)

دلسمې ناحیې اړوند دقلعه فتح الله د پخواني سړک څخه د میدان تر سړک پورې د جوړېدونکي سړک د خنډونو پاکولو چارې د مامور عبدل برج له سیمې پیل شو. دکابل ښاروالۍ داستملاک رئیس انجینرعبدالمتین حنیف وویل چې، د دې سړک په اوږدو کې (۲۴) کورونه اوملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، اوس یې عملاً د ویجاړولو چارې پیل شوې. د نوموړي په وینا دغه سړک دکابل ښار له مرکزي سړکونو څخه شمېرل کیږي،چې په جوړېدو سره به یې دقلعه فتح الله،سلیم کاروان اوپایکوب نسوار سیمو اوسیدونکو ته ترانسپورټي آسانتیاوي رامنځته او په یادو سیموکې به ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شي. هغه زیاته کړه، چې د کورونو او ملکیتونو مالکانو  ته به داستملاک قانون له مخې حقوق ورکړل شي.  ټاکل شوې ده چې یاد سړک به د ټولو برخو په ګډون، په بنسټیزه توګه د (۶۱۰) متره په اوږدوالي او (۱۶) متره پراخوالي  سره جوړ شي. کابل ښاروالي هڅه کوي څو د ښاري پلان له مخې ښاریانو ته ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته کړي.