د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د لوړ پوړیزو ودانیو د چاپیریال ساتنې له وضعیت څخه څارنه وشوه

4 جوزا 1402

9870.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست د مسئولانو له لوري، د پنځلسمې ناحیې په لوړو پوړیزو ودانیو کې د فاضلاب څاګانو له څرنګوالي، د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون، د زرغونو سیمو له وضعیت او نورو چاپیریالي مسایلو څخه څارنه وشوه. د لوړ پوړیزو ودانیو مالکانو ته سپارښتنه وشوه چې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او د حفظ الصحې د ساتنې په موخه دې د کابل ښاروالۍ اصول او سپارښتنې په پام کې ونیسي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي. په همدې توګه د جذب نه لرونکې فاضلاب څاه شتون، د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر شتون، د زرغونو سیمو لپاره ځای په پام کې نیول، د ودانۍ پاکوالي ته پاملرنه، هغه موارد وو چې، تر څارنې لاندې ونیول شول. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي، په ځانګړې توګه د مرکزګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون څخه د خپل عملیاتي پلان له مخې جدي څارنه کوي، څو د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې کموالی راشي. د یادونې وړ ده چې، په تېر کال کې د دویمې، دریمې، څلورمې، پنځمې، لسمې، یوولسمې او اوولسمې ناحیو اړوند سیمو په( ۳ ) زره لوړپوړیزو ودانیو کې د لوګي د تصفیې فلټر له شتون څخه څارنه او پلټنه وشوه او دا پلان به په نورو ناحیو کې هم پلی شي.