د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د کابل ښار په لوېدیځ برخه (کمپنۍ سیمه) کې د څارویو حالولو ځای پرانیست. دغه مسلخ په یوه کاري نوبت کې د ۵۰۰ وزو او پسونو او ۱۰۰ غواوو د حلالولو او پروسس ظرفیت لري او دوامداره کاري بوختیاوې رامنځته کوي. د ښاغلي سجستاني په وینا؛ د لوېدیځ زون ټول قصابان او د واده تالارونه مکلف دي چې خپله د اړتیا وړ غوښه له همدې ځای څخه تر لاسه کړي او د هوتلونو په انګړونو او د هټیو مخې ته د څارویو له حلالولو ډډه وکړي، ځکه په تېر کې دغه سرغړونې د ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا سبب ګرځېدلي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د ښار د اوسېدونکو د روغتیا د ساتنې او د ککړتیا د کمولو لپاره د قصابانو د هټیو مخې ته، په عامه ځایونو او د هوتلونو په انګړونو کې د څارویو حلالول په کلکه منع دي او ښاریان باید د کاریزمیر، ریشخور، مکروریانو څلولارې او کمپنۍ سیمو کې له معیاري مسلخونو څخه ګټه پورته وکړي. د څارویو حلالولو دغه ځای ( مسلخ) په دوه زره متره مربع سیمه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکتور په همکارۍ جوړ شوی او فعالیتونه به یې د یوې ګډ دولتي کمیسیون تر څار لاندې ترسره کېږي، څو له غیرقانوني حلالې او د ناسالمې غوښې له کارولو څخه مخنیوی وشي