د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزرا د عالي مقام په منظورۍ، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام پخوانی آمر مولوي محمد (احمد) د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوی او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر ریاست د مرستیال مولوي نور محمد طارق له خوا کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې واورول شوې او په یاد ریاست کې د چارو په چټکتیا، همغږۍ او اغېزمنتیا ټینګار وشو. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې، هیله لري د ملکیتونو نوی مرستیال به ورسپارل شوې دنده په صداقت، ژمنتیا او بشپړه ایماندارۍ ترسره کړي څو د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي. نوموړي زیاته کړه چې، ښاغلی احمد یو ژمن او تجربه لرونکی شخص دی او د همغږۍ اصل او همکارۍ د پیاوړې روحیې له مخې به د ملکیتونو ریاست اړوند چارې په وخت ترسره او د ښاریانو د رضایت کچه به نوره هم لوړه شي