الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړي ځل په کابل ښار کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائید شوه

26 اسد 1404

 15992.jpg (1820 × 1024)

په تېره یوه اونۍ د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو د ځانګړې کمېټې له لوري تر اصلاح او ارزونې وروسته په کابل ښار کې د ٤٥ استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو نقشې ویزه او تائید شوې دي، په دې نقشو کې په لومړي ځل د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه ویزه او تائیده شوه چې، څلور د ځمکې تر سحطې لاندې پوړونه لري. د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د ورکولو او تحلیل رئیس انجنیر محمد بشیر اماني په وینا؛ ټولې نقشې له ښاري نورمونو او معیارونو سره برابرې ډیزاین شوې دي او د هر ډول تاسیساتو لپاره د رسمي جواز اخیستل حتمي دي. ښاغلي اماني زیاته کړه: کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان پلي کېدو ته ژمنتیا لري په ښار کې د هر ډول قانوني ودانیو له رغولو څخه چې، د ښار د اقتصادي ودې او کاري بوختیاوو رامنځته کېدو سبب ګرځي ملاتړ کوي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د ښاري اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ودانیز جواز د اخیستلو ساده او لنډه پروسه ترسره کړي او د اړتیا پر مهال د یاد ریاست له مشورتي خدمتونو ګټه پورته کړي