الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ څخه تر برچي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې روانې دي

4 جوزا 1402

9874.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ له کمپنۍ څخه تر برچي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. دا سړک له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې ( ۲.۲ ) کیلو متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره سور لري چې، په بنسټیزه توګه به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړ شي، او تر دې مهاله یې ( ۲۰ ) سلنه چارې مخته تللې دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې کموالی راشي او بل خوا  به د سیمې اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ مسئولان د یاد سړک د کار له کیفیت څخه په دوامداره  توګه څارنه کوي، څو  یې چارې په ټاکلي وخت او لوړ  کیفیت سره بشپړې شي