د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سپاهی گمنام چوک سیمه کې د دوو لویو ګلدانونو د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

6 جوزا 1402

9876.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سپاهي ګمنام  چوک کې د دوو لویو ګلدانونو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د یو شمېر سوداګرو او هټیوالو له خوا پېل شوې وې،  بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال د کندهار د لوي مارکېټ له خاوند او دسیمې له هټيوالو څخه، چې د ښار په ښکلا او زرغونتیا کې يې ونډه اخيستې مننه وکړه او له ټولو ښاريانو يې وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته سیمو د ښکلا او زرغونتیا په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. همدا راز د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم خبرې وکړې او ویې ويل، چې پخوا د ښار دغه مرکزي او تاريخي سيمه په بد حالت کې وه او اړتیا وه، چې د ښار د ښکلا  او زرغونتیا په موخه په دې سیمه کې د پام وړ بدلون راشي، د دغو ګلدانونو په جوړولو سره له یوې خوا ښاري نظم رامنځته شوی، او له بلې خوا د سیمې ښکلا هم زیاته شوې ده. دغه دوه لوی ګلدانونه هر یو ( ۱۷۰ ) متر مربع مساحت لري، چې یو یې د چوک ختیځ لوري ته د کندهار د لوي مارکیټ د مالک له خوا د ( ۴۰۰۰۰۰) څلورسوه زرو افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې دچمن کرل، د کټارو او جدولونو نصب او رنګول هم پکې شامل دې او دوهم  یې د چوک لویدیځ خواته د عبدالستار په سرپرستۍ د څو تنو هټیوالو له خوا د (۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زرو افغانیو په لګښت، دچمن کرلو، د کټارو او جدولونو نصب او رنګولو په ګډون جوړ شوی دی.